Thursday, July 25, 2019

مونږ ټول په ځانګړې توګه که مور او پلار اوسو، پوهېږو چې ماشومان د ورځې له لوري خوب ته اړتیا لري. د دې خوب لپاه یو معلوم وخت ټاکل کولای شي ستړیا له منځه یوسي، ماشومان د نوو ځوانانو په پرتله ډېر زیات خوب ته اړتیا لري. د نوو ځوانانو د بدن د اړتیا وړ خوب اندازه د
۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې د شپې دی،مګر له بده مرغه د اوسنۍ مډرنې نړۍ ډېری خلک له دې اندازې کم ویده کېږي، چې په دې مطلب کې د خوب کولو ګټو او غوره وخت ته اشاره شوې، له مونږ سره اوسئ.
خوب د بدن په عمومي سلامتیا کې حیاتي رول، د حجرو د بېرته رغېدو او جوړښت کې ونډه لري. خوب کول هم له جسمي او هم له ذهني پلوه د ناروغۍ او خفګان په وخت کې د بدن د کمزورۍ کچې کمولو سره مرسته کولای شي، نو کولای شو له خوب وروسته آرام او آسوده ویښ شو. کم خوب یا نیم خوب کول، د بدن دفاعي سیستم ګډوډوي او له بل پلوه د T حجرات له منځه وړي. کافي خوب د ځانګړو ځواکونو د له منځه وړلو، د زړه د سلامتیا ډېرښت او د ستړیا کمولو کې مرسته کوي او پر میتابولیزم او د وګړو پر وزن اغېز پرېږدي.
په بشپړه توګه لیدل کېږي چې زمونږ بدن کافي خوب ته اړتیا لري. د بدن د بشپړې سلامتیا لپاره، پوره خوب یو لومړيتوب دی. البته ځينې وختونه ټنبل کسان له دې موضوع سوء استفاده کوي، چې زمونږ هدف دا ندی. په حقیقت کې د خوب مناسبه اندازه زمونږ د بدن له ښه فعالیت سره مرسته کوي.
هغه څېړنو کې چې د انسان په بدن تر سره کېږي، انسان هغه موضوعاتو ته لاسرسې پیدا کوي چې کله انسان د ورځې په اوږدو کې بشپړ خوب ونلري څه پېښېږي، دا اغېز دومره دی چې نشو کولای پرته له مناسبې اندازي څخه یې ژوند وکړو.
د ورځې لنډ خوب( چرت وهلو) ګټې:

حتما مو د خوب ګټې په خپل شاوخوا خلکو کې لیدلي، هېڅ اړتیا نشته علم مونږ ته ووایي چې د ورځې په جریان کې د ګڼو چارو تر سره کولو وروسته یو نرم او ګرم ځای د خوب کولو لپاره ولرئ او مغز مو مساج کړئ. مګر نه غواړو زمونږ لارښونې له لاسه ورکړئ چې د یوی ښېرازه ژوند په لرلو کې مرسته درسره کوي چې د ژوند محدودیتونه موله منځه یوسئ او پرې برلاسي شئ. که د شپې د اړتیا وړ خوب ونه لرئ، د ورځې په اوږدو کې یو لنډ خوب کولای شي ستاسې ځیرکتیا زیاته کړي، لنډ خوب ستاسې په منطق او عکس العمل سره هم مرسته کوي او حوصله مو لوړوي.
د لنډ ورځني خوب( چرت وهلو) وخت څومره دی؟

پوښتنه دا ده چې څومره باید ویده شو؟ البته د خوب کولو وخت ستاسې د وخت پورې اړه لري. که مو مصروفه ورځ تېره کړي وي، ۱۵تر ۲۰ دقیقه یي خوب کولای شي تا سې ته آرامي درکړي. که د ستړیا او خفګان احساس لرئ او فکر کوئ د مطالبو د بیا یادولو اړتیا لرئ، حتما یو ۶۰ دقیقه یي لنډ خوب ولرئ تر څو مومغز بیا فعال شي. ځینې څېړنې ښيي کم ویده کېدل د حافظې په یادښت برخه هم اغېز کوي.
که له حده زیات ستړي یئ او بیا رغېدو ته ضرورت لرئ، ۹۰ دقیقې خوب کول د حافظې د نوښت لپاره، د اطلاعاتو او احساساتي غبرګونونو سره مرسته کوي او کم خوبي له منځه وړي. دوکتورس سارا مدنیک د PhD مدرک سره، په دې باور ده چې ۹۰ دقیقې خوب کولای شي د ۸ ساعته شپني خوب اندازه ګټه لري.

اوس چې د ورځني خوب کولو اندازه مو وپېژنده، باید وخت یې معلوم کړو؟
ځانګړی وخت تقریبا دې پورې اړه لري چې تاسې د سهار وختي پاڅېدونکو څخه یئ که شپه په ویښه سبا کوئ؟

هغو کسانو ته چې سهار ژر ویښېږي، د ورځې یوه بجه تر ټولو غوره وخت دی. هغو ته چې د شپې تر ډېره ویښ وي د ورځې ۳ بجې مناسب وخت دی. پام مو وي چې له څلور یا څلور نیم ساعتونو ډېر ویده نشئ ځکه امکان لري د شپې د خوب له ستوونزو سره مخ شئ.

په منظم ډول خوب کول په شخص کې خفګان کموي او له همدې امله د زړه حملې د زړه ناروغۍ او د وزن په کنترول کې هم مرسته کوي.
د چرت وهلو لپاره اضافي لارې چارې:

آیا اړتیا لرئ له خوب وروسته ډېر ژر فعال او اصلي حالت ته راوګرځئ؟ ۲۰ تر ۳۰ دقیقو مخکې له ویده کېدو څخه قهوه وڅښئ او کله چې ویښ شوئ وبه وینئ چې کافیین خپل فعالیت پیل کړی دی.
په دې برخه کې د هوسا خوب کولو لپاره ځینې لارې چارې شتون لري:
۱: چاپېریال تر خپلې وسې تیاره کړئ.
۲: حتماً له ملایم او تود پټو ګټه واخلئ.
۳: بدن لږ څه وغځوئ.
۴: که خوب درنغلو، اندېښنه مه کوئ. استراحت د  بیدارۍ په حالت کې هم ګټه لري.

وروستۍ خبرې:
اوس د خوب کولو تر ټولو غوره وخت پېژنۍ او پوه شوئ چې د ورځې په اوږدو کې خوب تاسې ته کومې ګټې لري؟

سهار وخته ویښېږئ او یا څه هم د شپې تر ډېره ويښ اوسئ، د خپل بدن د ښه کار کولو لپاره خوب( چرت وهلو) ته اړتیا لرئ.که معلومات مو خوښ شوي وي نو صفحه درسره لايک کريده